اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي نېب دې د مېډيكل كالجونو په حقله انكوائري په 15 ورځو كښې بشپړه كړي٬نېب سره هر ډول مرستې ??ول?? ته چمتو يو چې دغسې په راتلونكو ټول ټاكنو د پاكو لاسونو سره اولس له ورشم۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا ??ول?? پھ مهال هغې ووئيل زما په لس كلنه سياست كښې پھ ما يو كرپشن هم نه دې ثابت شوې۔هغې ووئيل د دې خبري كنفرن?? مقصد دا نه دے چې زه د ??لټ??و نه ځان بچ كول غواړم۔هغې ووئيل د افسوس خبره خو دا ده چې زما د شخصيت او د سياسي عزت خرابولو هڅه شوې۔هغې ووئيل نېب دې زر ??لټ??ې ترسره كړي چې دغسې په ما كوم بې بنسټه تورونه لګېدلې د هغو حقيقت يې اولس ته وړاندې شي۔د وزارت د پنځو كسانو په ضد د نېب لخوا ??لټ??ې شوي خو ټول بې ګناه ثابت شوي۔هغې ووئيل د وزارت سنبهالولو نه پس مونږ د هغو مېډيكل كالجونو رجسټرېشن بند كړو چرته چې تعليم غېر معياري وو۔هغې ووئيل نېب ته چې څه هم پكار وي ??لټ??و لپاره به يې وركړم