اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي پاور ډويژن د پرېښنا د پېداوار په پروژو ك??ر ګړندې كولو او سرمايه ??ارو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د سي پېك له مخې په انفرادي كچه د رابطې كولو پرېكړه كړې ده ٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د دواړو هېوادونو د اړيكو قوي كولو لپاره ډېره مهمه ده جې ورسره به دوه اړخيزه مرسته په سباؤن كښې لا زياته شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاكستان كښې د چين نوي سفير ژاؤ ژنګ سره د خبرو كولو په مهال وكړې چا چې پاكستان كښې د سفير په توګه د ذمه وارو سنبالولو نه پس د پاور ډويژن وړومبې دوره وكړه۔ وفاقي وزير په دې موقع د برېښنا په اړه د چينائي سرمايه ??ارو ك??دار ستائيلو سره ووئيل د چين او پاكستان د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته ورسي۔ ده د چ??ن سرمايه ??ارو ته د برېښا د وېش په كمپنيو كښې د ګډون بلنه وركړه ځكه چې د چينائي سرمايه ??ارو په مرسته د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق ډېر كم شوے۔ چينائي سفير ووئيل د چ??ن سرمايه ??ار په پاكستان كښې د برېښنا په اړه په تندې سره د كېدونكي پرمختګ پ?? غور جاج اخلي۔ ده باور څرګند كړو چې د برېښنا په اړه به چين د پاكستان نوره مرسته هم وكړي۔ چينائي سفير ووئيل د پخواني اولس مشر فاروق احمد خان لغاري سره د هغه وړومبې ملاقات په كال 1996م كښې د چينائي وزيراعظم د دورې په مهال شوے و۔