اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي په پاكستان كښې كېدونكې د مرستې اوومې شريكې كمېټې غونډه د پاكستان او چين اقتصاد?? لارې لپاره ډېره مهمه ??ه٬ د پاكستان او چين ترمېنځه د اوږدې مودې پروژه به دوه اړخيزه اقتصادي مرسته لا زياته كړي٬ د پاكستان اولس د چينائي حكومت او چينائي اولس لخوا پاكستان لپاره د خېرسګالې جذبې او مرستې ته د قدر په سترګه ګوري٬ د اقتصاد?? لارې ابتدائي پروژې ترسره كېدونكې دي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د مرستې اوومې شريكې كمېټې غونډې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د شريكې كمېټې غونډه ځكه ډېر تاريخي اهميت لري چې په دې كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصدي مرستې اوږدې پروژې ته حتمي شكل وركولو سره منظورې لپاره وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د پرمختګ په عمل كښې ټول ځان سره د روانولو په پالېسې عمل كوي٬ د اقتصاد?? لارې اوسنې انتظامي اډانې او د مرستې پراخه كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د اقتصاد?? لارې په فرېم ورك كښې د انفراسټركچر او توان سره سره د سماجي٬ تعليم او روغتيا څانګې هم شاملولې شي۔ ده ووئيل د ګوادر پروژې د هغه ځائ اولس او د هېواد پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي۔ ده ووئيل د توان زياتره پروژې ترسره كېدونكې دي۔