اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د تحریك لبېك یا رسول ﷺ دھرنې م??ئه په سوله ايز ډول هوارولو لپاره د علماء ??مې??ي جوړه كړې شوې ۔ د علماء او مشائخو غونډه كښې د ګډون نه پس مي??يا سره په خبرو كښې داخله وزير ووئيل ??مې??ۍ كښې د ټولو مكتبه فكر نمائندګان شامل كړې شوې چې م??ري به ئې پير حسېن الدين كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول په دې خبره سلا شوې يو چې اسلام آباد كښې د دهرنې م??ئله مظاهرچيانو سره د خبرو د لارې هوارول پكار ده ٬ پا??ستان دا ډول د بدامنۍ زيات وخت متحمل نشي كېدې۔ ده ووئيل غونډې پارلمان څخه د ختم نبوت ﷺ د قانون منظورۍ ستائنه كړې او دا ئې تاريخي ګرځولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل حكومت به د مذاكراتي ??مې??ۍ ټول ممكنه ملاتړ او مرسته كوي٬ هيله لرو چې م??اهرچيان به هم د دې ډول طرز عمل څرګندونه وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په غونډه كښې د علماء او مشائخو اكثريت ګډون كړې خو په نورو ښارونو كښې مېشته ځينې علماﺀ كرامو په غونډه كښې ګډون ونه كړې شو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف د غونډې اعلاميه د مي??يا په وړاندې واوروله۔