کوئټه 14 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي بلوچستان كښې امن لپ??ره د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د اهلكارو قربانۍ بې مثاله دي٬ د امن وضعه ښه كولو لپ??ره به وفاقي حكومت د بلوچستان حكومت هر ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ورځ بلوچستان كښې د امن پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ د وزیراعظم دفتر ميډي?? سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئۍ، د بلوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اﷲ زهري، د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ، د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ??اص?? خان جنجوعه، د سدرن كمانډ کمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سلیم باجوہ، د اېف سي آئي جي ٬ د بلوچستان داخله وزير، چیف سېكتر ، د پوليس آئي جي او نورو سينئر چارواكو هم ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال كوئټه كښې د ترهه ګرۍ په اوسنۍ پېښه كښې شهيدانو لپ??ره دعا وكړې شوه۔ د بلوچستان هوم سېكتر صو??ه كښې د امن او امان په اړه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د شيعه زائرينو لپ??ره په امنيتي اقداماتو تفصيلي خبرې هم وشوې