اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ، د صنعت او د اقتصادي پرمختګ نوې دور ته داخل شوې٬ د نوې دور تقاضو ترسره كېدو لپاره دې سائنسمدار او محقيقين خپل صلاحيتونه وكاروي٬ خلائي اداره په دې لړ كښې ډېره مهمه ده۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د انسټي ټيوټ آف سپېس ټېكنالوجي (آئي اېس ټي) كښې د اېرو سپېس سائنس او ټېكنالوجۍ پنځم نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع د كنفرنس چيئرمېن او د آئي اېس ټي وائس چانسلر انجينئر عم??ان رحمن او د آئي اېس ټي ډين ډاكټر اقبال مسعود هم خبرې وكړې۔ اولس مش?? ووئيل زمونږ تعليمي او تحقيقي ادارو د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كړې ده خ?? لا ډېر كار پاتې دې۔ اولس مش?? ووئيل په تېرو دوو لسيزو كښې د خلائي تحقيق په اړه رېكارد كار شوې او د نړۍ يو څو خاص پرمختللې هېوادونه نه بلكې زمونږ ځينو ګاٶن??يا?? هېوادونه هم په دې مېدان كښې ډېر وړاندې تللي دي۔ ده ووئيل د سائبر ټېكنالوجۍ د لارې يوازې د ژوند معمولات نه بلكې كاروباري طريقې او د تږ راتږ ذريعې هم بدليږي۔ اولس مش?? ووئيل د دې چېنلجونو مخنيوي لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې كردار ډېر مهم دے٬ دې لپاره ضروري ده چې آئي اېس ټي٬ سپاركو او نورې ټولې ادارې په خپلو تحقيقي منصوبو كښې پراختيا راولي۔ اولس مش?? ووئيل د خلائي تحقيق په سرخط په نړيوالو هلو ځلو او په دې كامياب نړيوال كنفرنس كولو دا واضحه كېږي چې د نړۍ په علمي نقشه د پاكستان مقام ډېر ممتاز او ځانګړې كېدونكې دېے۔ده هيله ولرله چې په دې صورتحال كښې نوره بهتري راتللې شي خو دې لپاره ضروري ده چې ځوانان او سينئر سائنسمدار د تحقيق رو??يتي طريقو نه پرته په تحقيقي مېدان كښې نوې مثالونه جوړ كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل كله چې د يو قام سائنسمدار او محقيقين د خپلې خوارۍ او مينې په طاقت د كمال ھغې درجې ته ورسي نو بيا وسائل د دوي په لاره كښې كله هم خنډ نشي جوړېدې۔ د دې نه وړاندې د انسټي ټيوټ آف سپېس ټېكنالوجۍ وائس چانسلر انجينئر عم??ان رحمان او نور هم دستورې وېنا وكړه۔