اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن/ وزيرمملكت عاطف آر بخاري سره د سوئيلي اسيا چارو لپاره د كوېت نائب خارجه وزير علي سلېمان السعيد او په پاكستان كښې د كوېت سفير عبدالرحمان جيښر المطاهر?? د ??يارت په ورځ په سرمايه كارې بورډ كښې ملاقات كړے. په دې موقع د سرمايه كارې بورډ سېكرټري فرينه مظهر هم موجود وه. د سرمايه كارې بورډ لخوا جاري شوي ??يان له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو په تجارت، د سرمايه كارې په وده او د شريكې خوښې په چارو خبرې كړي. په دې موقع د سرمايه كارې بورډ سېكرټري د كوېت سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې كولو بلنه هم وركړه