مظفرآباد۔25جنوری(اے پی پی) د پاكس??ان مسلم ليګ ن چيف آرګنائزر او د آزاد كشمير د اطلاعات وزير راجه مشتاق احمد منهاس وئيلي دي د محمد نواز شریف نظریه ،بیانیه او تصور زمونږ اثاثه ده او هم د دغې سره به راروانو ټاكنو كښې برخه اخلو۔ په بلدياتي او د ګوند ټاكنو ن?? كولو سره مونږ غلطي كړې۔ كمے زياتې له انسان نه كېږي ولې ??ه مجموعي توګه زمونږ كاركردګۍ ښه ده۔ د نجي ټي وي پروګرام كښې هغه ووئيل د ټاكنو حتمي نېټه خو به چېف الېكشن كمشنر وركوي ولې زمونږ اندازه ده چې دا به د جون په منځومانه كښې كېږي۔ زمونږ كوم لارښود به ګوند نه پرېږدي او د آزاد كشمير اولس به راروانو 5 كالو لپاره هم مونږ له ووټونه راكوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په آزاد كشمير كښې تر دې دمه پي ټي آئي هېڅ لاس وهنه نه ده كړې۔ هغه ووئيل زمونږ منزل پاكس??ان دے او د ټول كشمير پاكس??ان سره الحاق زمونږ نصب العېن دے كوم به چې هر حال كښې ترسر?? كولې شي