اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي حكومت د تعليم فاصلاتي نظام ته پام لرنه كوي . مېډيا سره په خبرو كښ?? وفاقي وزير ووئيل د كورونا وبا تر ټولو زياته د تعليم څانګه ځپلې. ده ووئيل مونږ تعليمي ارادې بندول نه غوښتل خو په مجبورې كښ?? مو داسې وكړل. ده ووئيل د تعليم زيان كمولو لپاره د تعليم فاصلاتي طريقه كار ګټور ثابتېدې شي. ده ووئيل حكومت په فاصلاتي تعليم كښ?? ډېرې پروژې پېل كړې. ده باور څرګند كړو چې د كورونا وائرس وبا ب?? ډېره زر ختمه شي خو د فاصلاتي تعليم پېل كړې شوې پروژې به روانې ساتلې شي.