اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې په نننۍ غونډه كښې د ادارو په ضد د داسې ژبې كارول د دې خ??رې ثبوت دے چې دوي خپل اقتدار لپاره تر هر يو حد تللې شي، چې څومره چغې ووهي، آه و بكا وكړي، ټوپونه ووهي خو عمران خان به د دوي څخه بلېك مېل نه شي، حساب خو به ??رك??ل وي، دې ځل د تېر وخت پشان د اېن آر او ترلاسه كېدو كوم چانس نشته، مريم صفدر كه ته د بلاول بهټو هر څومره تابعداري وكړې ، تاسو ته به د پيپلز ګوند استعفٰي ګانې په لاس رانشي، وزيراعظم عمران خان وئيلي وو چې د دوي سياست بند ګلې ته داخل شوې. د اتوار په ورځ د پي ډي اېم د لاړكانه غونډې په اړه خپل غبرګون جاري كولو سره په وېډيو بيان كښې ده ووئيل چې د ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بېنظير بهټو پلېټ فارم كارولو سره د پي ډي اېم مشران يو ځائ ناست دي، مونږ ټولو ته معلومه ده چې په تېر وخت كښې نواز شريف او د ده ګوند د ذوالفقار علي بهټو او شهيدې بېنظير بهټو په ضد كومه بدزباني او سازشونه كړي دي. تر دې چې هغه د دار تر تخته رسولو كښې سهولت كار جوړ شول. ده ووئيل چې بلاول او مريم لپاره د شرم مقام دے چې دوي د خپلو ذاتي ګټو تحفظ لپاره خپلې سياسي قبلې بدلې كړې، نن به ذوالفقار علي بهټو او بېنظير بهټو په خپلو قبرونو كښې ناارامه وي چې اوس د دوي اولادونو د قومي كچې ګوند كوم ځائ ته ورسولو. يوه نظرياتي پارټي كرپشن پارټي جوړه كړې شوه. ده ووئيل چې د مريم د غصې او څېرې څخه څرګند تذبذب د دې خ??رې ګواهي ??رك??ي چې پي ډي اېم مات شوے. دا هغه مېرمن ده چې وئيل به ئې چې لندن خو څه په پاكستان كښې هم كوم جائيداد نه لري، كومه چې د كېلبري فاٶنټ موجد ده او په خپله صفائي كښې قطري خط وړاندې كوونكې ده. د هغې پلار سره د دې چې درې ځله وزيراعظم پاتے شوے، د دې پوښتنو ځواب نه ??رك??ي چې اثاثې ئې څنګه جوړې كړې. د دې دوه خبرو نه علاوه ئې ټولې خ??رې وكړې. دوي اقتدار د اولس خدمت لپاره نه كاروبار زياتولو لپاره كارولې. دوي د اولس حق لوټ كړے او ادارې ئې تباه كړې ??ي. ??ه دوي كښې نه شرم شته او نه حيا ، دا هغه غله دي كوم چې الټه كوتوال رټي. ده ووئيل چې دوي د يو داسې جمهوري حكومت او مقبول ليډر عمران خان په ضد يو موټې شوي دي كوم چې د دې هېواد د سباٶن هيله او د پرمختګ زينه دے