اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) پاكستان د هن?? لخوا اېل او سي سره د يو اېن مشن ګاډي په نخښه كولو معامله ملګرو ملتونو كښې پورته كړه۔ ملګري ملتونه دې د هن?? لخوا د مبصر مشن د ګاډي د نخښې جوړولو پېښې سپېځلې پلټنې وكړي۔ پاكستان د يو اېن سېكرټري جنرل او صدر په نامه چيټۍ استولې دي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل او د سلامتي كونسل صدر په نامه خط كښې ليكلي دي چې تېره ورځ د هن?? لخوا د ملګرو ملتونو د مبصر مشن ګاډې په كوم چې د ملګرو ملتونو لوګو او د شين رنګ بېرغ لګېدلے وو ٬ قصدا ً په نخښه كړو۔ ??اس?? معلوميږي لكه هن?? د يو اېن مشن كار كښې خنډ ودرولو او د پاكستان په ضد د يو پوځ مهم جوئۍ سازش كوي۔ خط كښې خبردارې وركړې شوې دې چې پاكستان ته د باور وړ ذريعو نه معلومه شوې ده چې آر اېس اېس- بی جے پی حکومت د خپلو داخلي ستونزو څخه پام بل پلو ګرځولو له او د پاكستان په ضد د كومې بلې مهم جوئۍ جواز پیدا كولو له دجعلي فلېګ اپرېشن منصوبه بندي كوي۔ خط كښې خبردارې وركړې شوې دې كه ??اس?? وشوه او هن?? يو وارې بيا غلطي وكړه نو د خپلې دفاع حق لري او بشپړه ځواب به وركولے شي۔ د پاكستان مستقل استازي خط كښې ملګرو ملتونو ته وئيلي چې هغه دې په يو اېن مبصر مشن د بريد په سختو ټكو كښې غندنه وكړي او په هن?? دې زور راوړي چې هغه دې د جنګ بندۍ په معامله بشپړه عملدآمد وكړي۔ پاكستان ملګرو ملتونو ته په خط كښې دا خبره هم په ګوته كړې ده چې په مقبوضه كشمير كښ د غېر قانوني او غېر انساني عسكري محاصرې او د مواصلاتي بندش 500 ورځې پوره شوي دي۔ د اګست 2019ﺀ نه وروستو د بې ګناه كشميري اولس په ضد د هن??ي قابض ځواك ظلمونه او زياتې په ډاګه كولو سره ملګري ملتونه خبر كړې شوي دي چې د هن?? حتمي منصوبه د مقبوضه كشمير آبادياتي تناسب مسلم اكثريتي س??مې نه هن??ي اكثريتي س??مې ته اړول دي۔