اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن ??نټ?? (اېن سی او سی) د كورونا وېروس په اړه تازه شمېرې جاري كړې چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتونو په مهال روغتونونو كښې د وېروس 641 نوې كېسونه رامخې ته شوي او ددې له امله13 ناروغان مړه شوي دي۔ په تېرو 24 ساعتونو كښې د كورونا وېروس 32 ??ره 465 ټېسټونه وكړې شول۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وېروس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس لپاره په بېل كړې شويو 1 زر 884 وېنټی لېټرز د كورونا 78 رنځوران دي۔ ګرد هېواد كښې د وېروس اېكټو كېسونو شمېره 90174 ده?? د ځپليو شمېره 3 لکھ 22 ??ره 452 ته رسېدلې ده كومو كښې چې د آزاد کشمیر 3 ??ره 398, بلوچستان 15 ??ره 644, ګلګت بلتستان 4 ??ره 33، اسلام آباد 17 ??ره 913, خېبر پختونخوا 38 ??ره 565، پنجاب 1 لک 1 زر 425 او د سندھ 1 لک 41 ??ره 474 رنځوران شامل دي۔ د كوورنا وائرس څخه د روغ شويو شمېره 3 لکھ 6 ??ره 640 ته رسېدلې ده?? تر دې دمه ګرد هېواد كښې ددې وېروس د لاسه 6 ??ره 638 كسان مړه شوي دي۔ په مجموعي توګھ ګرد هېواد كښې د كورونا وېروس 40 لکھ 41 ??ره 962 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا درملنو له خاص كړې شويو د ګرد هېواد 735 روغتونونو كښې د 833 رنځورانو درملنې روانې دي۔