اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران ??ان ?? حياتياتي تنوع تحفظ په اړه د حكومت د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي پاكستان ?? موسمي بدلون چيلنج مخنيوي لپاره د 10 بيليونه ټري سونامي غوندې اقدامات كړې ٬ په دې لړ كښې دې لپاره ځائې آبادۍ ته روزګار وركولو سره د هغوي مرسته ترلاسه كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې حياتياتي تنوع په اړه د مشرانو غونډې ته ويډيو لنك خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د حياتياتي تنوع په سرخط د لارښودو سمټ په اهتمام كولو د ملګرو ملتونو مننه كوم۔ ده ووئيل پاكستان په هغه څو هيوادونو كښې شامل دې كوم چې شمال نه تر جنوب ، ختيز نه تر لويديز ماحولیاتی لحاظ سره متنوع هيواد دې۔ وزیر اعظم عمران ??ان ووئيل پاکستان ?? آب او هوا 12 زون لري۔ پاكستان په شمال كښې تر ټو??و دنګه غريزه سلسله لري ٬ دغسې د نړۍ په دويم لمبر دنګ غر ، K2 هم په پاكستان كښې دې۔دغه د سمندر د سطح نه 2000 میټره اوچت دې۔ده ووئيل زمونږ حكومت د اونو او ځناورو تحفظ لپاره د حیاتياتي تنوع تحفظ له عزم لري۔ د اونو او ځناورو ح??اظ?? لپاره مونږ د ځائې کمیونټیز مرسته لرو۔ ده ووئيل پاکستان ?? آب او هوا د بدلون ښكار دے، مونږ د موسمیاتی بدلون تر ټو??و زيات خطر سره مخ هيوادونو كښې شامل يو۔او دې لپاره مونږ د 10 بلیونه اونو نالولو منصوبه پيل كړې او مونږ دغه چیلنج قبول كړې،ده ووئيل مونږ ته په دې لړ كښې د ځائې کمیونټیز مرسته ترلاسه ده۔ ده ووئيل د 10 بيليونه ټري سونامي پروګرام ترمخه ځائې وګړو ته د ځنګلو تحفظ لپاره روزګار وركړې شوي ۔ وزيراعظم ووئيل هيواد كښې د ماحوليات او ځنګلي ځناورو تحفظ لپاره د نيشنل پاركس شميره د 30 نه 39 ته رسولې شوي او دا اقدام زمونږ محفوظ سيمو ته ودې وركولو برخه ده ٬ د كوم آغاز چې په كورونا په مهال شوې ؤ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د حكومت په وړومبنو دوه كلونو كښې د نيشنل پاركس شميره 25 فيصده زياته شوي۔ دا ټو?? اقدامات د حياتياتي تنوع ح??اظ?? لپاره زمونږ د د قوي ارادې عكاسي كوي