اسلام اباد 26 ستمبر (اے پي پي) په پاکستان کښې د سېلګرې د استعداد او ??وق??و په اړه د سرکاري خبري اژانس اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) لخوا تفصيلي رپورټ جاري ??ړے شو. په رپورټ کښې د سېل ځايونه او د دې څان??ې آمدن په ګوته شوي دي. د اے پي پي د پښتو څانګې د خبریال محمد عامر آفریدي په ليکل شوي دې رپورټ کښې د دې خبرې هم تفصيلي ذکر دے چې د نړۍ يو شمېر هېوادونه د سېلګرې د څانګې څخه څومره استفاده کوي او دا څانګه څومره خلقو لپاره د روزګار ??وق??ې ب??ابروي. په رپورټ کښې زيات پام په خېبر پښتونخوا کښې د سېلګرې څانګې ته شوې. په دې رپورټ کښې که يو خوا د خېبر پښتونخوا د ښائسته سيمو منظر کشي شوې نو ورسره د سېلګرې په مختلفو قسمونو هم رڼا اچول شوې. رپورټ كښې د دې څانګې ستونزې هم په ګوته شوې دې او دې لپاره د حکومتي اقداماتو ذکر هم شوے. په رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې که د دې څانګې ستونزې حل شي او د دې څانګې ودې ته پام وکړے شي نو دا څانګه به په اقتصاد کښې مهم رول ولوبوي او ډېرو خلقو لپاره به د روزګار ??وق??ې پېدا کړي.