اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د آزاد ??شم??ر صدر ??رد??ر مسعود خان وئيلي دي د هندي حکمرانانو د اړخه جنګی جنون،د سیزفائر خلاف ورزۍ او په آزاد ??شم??ر او پاکستان د بريدونو دهړكو سره د سيمې امن ته خطر پیښ دے،تير يو كال راهسې د هند په قبضه كښې په ??شم??ر کښې مېشته كسان د بې وسۍ ښکار دي۔ په 5 اګست د هندي اقدام په يو كال تر سره كيدو د آزاد ??شم??ر صدر ??رد??ر مسعود خان خپل پیغام كښې وئيلي دي هندي قابضو عسكرو ګڼ شمير كشميريان شهيدان كړي، د آزادۍ خوښي لرونكے ټول قیادت په زندان كښې اچولے شوے۔ده ووئېل ??شم??ر كښې کیمپ جوړ كړے شوے چرته چې سیاسی کارمندان د طاقت په زور د آزادۍ هڅو څخه لاس په سر كولو له كار كېږي ۔ ده ووئيل د ??شم??ر معیشت تباہ کړے شوے۔ ده ووئيل تير كال هند ??شم??ر په دوه برخو كښې تقسیمولو سره نيغ په نيغه د ډيلې څخه د حکومت کولو غیر قانونی ګام پورته كړے او په دې لړ كښې د سيمې اولس سره مشاورت نه دے شوے۔ ده ووئيل ??شم??ریان دا عزم لري چې د ملګرو ملتونو د اړخه وركړي د خپلواكۍ حق څخه لاس په شا نه شي۔ دغسې د آزادۍ ډيوه به هند په ظلم او بربریت مړه نه كړې