اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان د قیمتی كانړو په شعبه كښې د پېښو مسئلو حل او د دې ودې لپارره تفصيلي راپور غوښتلو سره وئيلي دي قدرت پاكستان له بلها قدرتي وسائل وركړي ۔ د قيمتي كانړو شعبې ودې سره به نه يوازې ځوانانو ته د روزګار ګڼ شمېر موقعې په لاس ورشي بلكې دې سره به د هېواد برآمدات زياتولو له مرسته هم ترلاسه شي۔ ده د شورؤ په ورځ هېواد كښې د مېشته بېلو ج??اهرو قدرتي پنګو كارولو په حقله د غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د كشمير چارو وفاق?? وزير علي امين ګنډاپور ، د م??دنيات خاص مرستيال شهزاد سید قاسم، فرانسیسی كارپوهه برنابے پلو رائټ، سی ای او روپانی فاؤنډېشن وسیم صمد او د م??دنیات او ج??اهرو شعبې سره اړوندو نورو پوهانو ګډون وكړو۔ غونډه كښې هېواد كښې د قيمتي كانړو (زمرد، لعل، یاقوت، نیلم) په مصدقه پنګو ، په دې څانګه كښې په ریسرچ او ??وې??پمنټ، په دې حقله په بهرنۍ سرمايه كارۍ ٬ برآمدات او د وفاقي او صوبائي حكومتونو ترمينځه په کوارډینېشن او نورو اړوندو چارو تفصيلي غور وكړے شو۔ د قيمتي كانړو په شعبه كښې د هېواد استعداد څخه په بشپړه توګه مستفيد كېدو او په دې لړ كښې د هېواد برآمداتو زياتېدو ل??ار?? په ولاړو خنډانو او اړوندو ستونزو هم غور وكړے شو۔ غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئيل قدرت پاكستان ته بلها قدرتي وسائل وركړي۔