اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د مالي كال 21-2020م په كلن پرمختيائي پروګرام كښې د فنانس ډويژن روانو او نويو پروژو لپاره په مجموعي توګه 66665.571 مليونه روپې بې??ې كړې دي. په دې كښې د 1969.590 مليونه روپو بهرنې مرسته هم شامله ده. د پي اېس ډي پي له مخې د راتلونكي مالي كال په كلن پرمختيائي پروګرام كښې د دې ډويژن روانو پروژو لپاره ټولې 63356.771 مليونه روپې بې??ې كړې شوې دي. د ډويژن نويو پروژو لپاره 3310 مليونه روپې فنډ بې?? كړے شوے دے. په نويو پروژو كښې د نېشنل اكېډمي آف پبل?? فنانس اېنډ اكاٶنټېنسي جوړولو لپاره د فېزيبلټي په مد كښې 10 مليونه روپې، د كوئټه زيارت د 106 كلوميټره سړك دوه مخې كولو پروژې لپاره 250 مليونه روپې، د دكي ??خه تر چمن د نانا صاحب د لارې د زيارت ګومباز سړك پخولو لپاره 250 مليونه روپې، د دالبندين ??خه تر زيارت بالانوش سړك جوړولو لپاره 300 مليونه روپې، د زيارت ټاٶن پرمختګ لپاره 200 مليونه روپې، په كوئټه كښې اېكپسو سنټر جوړولو لپاره 100 مليونه روپې، د سوات موټروے فېز ټو له مخې زمكه ترلاسه كولو لپاره 2000 مليونه روپې او د تربېله لارن?? پور سړك ښه كولو لپاره 200 روپې شاملې دي