اسلام آباد 18 جون (اے پی پی) د منصوبه ب??دۍ، پرمختګ او خصوصی اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر سره د خیبرپښتوانخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې ليدلي دي۔ ملاقات كښې صوبه كښې د لويو پرمختيائي منصوبو په پیشرفت او په خاص توګه د ضم ش??و ضلعو پرمختيائي منصوبو په تندۍ سره د بشپړولو په اړه خبري اتري شوي۔ وفاقی وزیر اسد عمر ٰ د خیبر پښتونخوا پخوانۍ منصوبې چشمه رائټ بنك کنال (سی آر بی سی) د صوبې زراعت لپاره مهمه ګرځولو سره د هغې فزیبلټی سټډی عمل كښې د تندي راوستلو استدعا وكړه۔ده ووئيل د کورونا موجوده صورتحال كښې د غذائی اجناس په اړه خود کفالت او فوډ سیکیورټی ته وفاقی حکومت پام لرنه كوي، لهٰذا په دې تناطر كښې يادو شوو منصوبو له عملی شكل وركول د وخت ضرورت دے۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل موجوده حکومت د کے پی کے ضم ش??و ضلعو كښې په پرمختيائي پروژو كار تندول غواړي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان قبائلی ضلعو لپاره پرمختيائي بجټ كښې برخه ب??له كړې دغسې چې هلته ځوانان د پا کستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړے شي