اسلام آباد ۔ 14 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي په كوم ډول چې مو??مياتي بدلونونه رامخې ته كېږي هغه پاكستان كښې صحت عامه لپاره لوئې خطر دي۔ پاكستان د نړۍ په هغه هېوادونو كښې دې كوم چې د مو??مياتي بدلونو خطرو سره مخ دي۔ مونږ له به دې بدلونونو سره سم ګامونه پورته كولو له هڅې كول وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه د?? د ??هې په ورځ خپله مشرۍ كښې مو??مياتي بدلون او روغتيا سره د اړوندو پوهانو وركنګ ګروپ غونډه كښې خبرو كښې وكړه۔ خصوصي مرستيال ووئيل د پوهانو له مخ?? د روانې پېړۍ تر پايې به د ګلوبل وارمنګ په نتيجه كښې پاكستان كښې درجه حرارت تر 6 سنټي ګرېډ پورته لاړ شي۔ ددې اثراتو څخه بچ كېدو له به مونږ له ضروري ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د مو??مي بدلونونو له امله په بشري صحت چې كو?? اغېز راځي په دې به كمېټي غور كوي۔ دې ته چاهم پام نه دې كړې۔ ده ووئيل يوه داسې پالېسي جوړول غواړو چې بدلېدونكي مو??م سره د خپل ژوند ډول بدلولو سره سره د مو??مياتي بدلونونو څخه زيان پورته كولو په ځائې دې څخه ګټه پورته كړو