اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد ??كبر وئيلي دي چې پخواني وزيراعلٰی شهباز شريف د جعلي ټي ټيز، د ملازمينو په نوم د جعلي فرنټ كمپنو او په اعلٰی چوكو فرنټ مېن په ځائ كولو سره په منظم ډول د غلا مال د خپلې كورنۍ بنك كهاتو ته منتقل كړے، د احتساب قومي بيورو﴿??ېب??? او نورې ادارې د دوي د منظم مني لانډرنګ پلټنې كوي او شهباز شريف ته به ځواب وركول وي، قوم د شهباز شريف نه د شويو 18 پوښتنو د ځواب په انتظار دے. په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې ش??باز شريف دې د دې پوښتنې ځواب وركړي چې آيا ده خپل فرنټ مېن نثار ګل د وزيراعظم د دفتر نه يوازې ډائرېكټر لګولې و بلكې د ضابطې خلاف ئې د وروستو نېټې نه لګولې و او ترقي ئې هم وركړې. شهزاد ??كبر ووئيل چې ځواب دې وركړي كنه دا ثبوت به هم وړاندې ك??ې ش??. د يادونې وړ ده چې د پخواني وزيراعلٰی شبهاز شريف د فرنټ مېن نثار ګل په اړه دا تورونه د دوي په اقتدار كښې هم رامخې ته شوي وو. د حقائق نامې له مخې پخواني وزيراعلٰی شهباز شريف د جعلي ټي ټيز، د ملازمينو په نوم د جعلي فرنټ كمپنو او په اعلٰی چوكو فرنټ مېن په ځائ كولو سره په منظم ډول د غلا مال د خپلې كورنۍ بنك كهاتو ته منتقل كړے،، د احتساب قومي بيورو﴿??ېب??? او نورې ادارې د دوي د منظم مني لانډرنګ پلټنې كوي. شهزاد ??كبر وئيلي دي چې ش??باز شريف ته به ځواب وركول وي.