اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان وئيلي دي د پخوانۍ فاټا قبائيلي سيمو په خېبر پښتونخوا كښې ضم ك??دل يو مثالي او تاريخي پېشرفت دے۔ اعلٰې وزير دا خبرې د جمعې په ورځ په پښتونخوا هاٶس اسلام آباد كښې د سوئيلي وزيرستان څ??ه د راغلو قبائيلي مشرانو جرګې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل دا مهال ح??ومت په مجموعي پرمختيائي او فلاحي لائحه كښې د ضم شوو ضلعو بهترۍ او پرمختګ ته فوقيت وركوي۔ ده ووئيل اولس ته په سمدستي توګه ريليف وركولو لپاره يو شمېر ګامونه پېل پ??رته كړې شوي۔ ده ووئيل د قبائيلي مشرانو او ټولو شراكت دارو په مشاورت لس كلنه پرمختيائي لائحه هم وضعه كړې شوې ده