اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي ??زير علي امين ګنډا پور د مولانا فضل الرحمان په حلقه كښې د غونډې كولو اعلان وكړو۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي ??زير ووئيل چې د مولانا په حلقه كښې به په دوه چنده ??ولسي طاقت سره مظاهره كوم۔ ده ووئيل چې د هېواد ټولو ګوندونو دومره كسان رانه وستل شول٬ د دې نه زيات خو به زما په غونډه كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل چې كوم كس په ټاكنو كښې ماتې خوړلې هغه د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه څنګه كولې شي۔ وفاقي ??زير يو ځل بيان مولانا ته انتخابي مېدان ته د ??ات??لو چېلنج وركړے۔ ده ووئيل چې كه مولانا تيار وي نو زه خپلې ګټلې چوكې پرېښودلو ته تيار يم او چېلنج وركوم چې بيا ټاكنې كولو سره دې وګټي۔ كه مولانا غواړي په ټولو پولنګ سټ??شنو دې كمېرې ولګوي او زما مقابله دې وكړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې په ادارو تنقيد بند كړي او كه همت ??ري نو زما چېلنج دې قبول كړي۔ ده ووئيل چې مولانا دې دهرنې سره سره زما لخوا د لېږل شوي نوټس ځواب وركړي۔ ده ووئيل چې د مولانا مارچ كشميري اولس سره زياتې دے۔