اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند د جبري حربو سره مقبوضه كشمير كښې د ودانۍ تناسب بدلول ??واړي۔ په مقبوضه وادۍ كښې اولس پرله پسې كرفيو او د خوراك او داروګانو كمي سره مخ دے۔د دې خيالاتو څرګنده خارجه وزير د نيوزي لېنډ دوهم وزيراعظم ونسټن پیټر سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ دواړو لارښودو مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حق??نو په سختو خلاف ورزيو او منطقه كښې د امن په ناوړه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير هند د ملګرو ملتونو سېكورټي كونسل يو شمېر قراردادونو خلاف ورزۍ كولو سره د اګست په 5 مه نېټه يو اړخيزه ??ام??نه پورته كولو سره د مقبوضه جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختم كړے۔ ده ووئيل په مواصلات بندېز لګولې شوې٬ دغسې چې اصل حق??قت څخه نړۍ بې خبره وساتلې شي۔ ده ووئيل د نړيوالې ميډيا او بشري حق??نو نړيوالو تنظيمونو لخوا رامخې ته كېدونكي راپورونه يوې نوې انساني الميې ته اشاره كوي۔ د نيوزي لېنډ دوهم وزير اعظم او خارجه وزير د مقبوضه كشمير په وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيل مونږ د ټول ??ورتحال جا?? اخلو۔ نيوزي لېنډ كښې د مېشته كميونټي لخوا هم مونږ حالاتو څخه خبرېږو او مونږ به دې لړ كښې خپل مثبت كردار ترسره