اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند مقبوضه كشمير كښې په يو اړخيزه توګه د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ صورتحال دومره د اندېښنې وړ دے چې جینو سائیډ واچ ”جینو سائیډ الرټ” جاری كړې دې۔ جاپان دې تش ل??سې كشميرې اولس د هندي زور او زياتي څخه بچ كولو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه وزير د جمعې په ورځ خپل د جاپان همڅنګ تارو كونو سره تېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو خارجه وزيرانو د تېلېفوني تماس په مهال مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بش??ي حقونو سختو خلاف ورزيو او منطقه كښی د امن او امان په ناوړه وضعه د خي??لاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل د جاپان همڅنګ مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د يو اړخيزه ګامونو او د دغې په نتيجه كښې منطقه كښې امن ته د پېښو خطرو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل هند مقبوضه كشمير كښې په يو اړخيزه توګه د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ په مقبوضه جموں ??و كشمير كښې د روانې مياشتې 5 مې نېټې څخه پرله پسې كرفيو ده چې په سب?? ئې كشميرې اولس د خوراك او داروګانو كمي سره مخ دے۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د كرفيو په مهال د جمعې لمونځ ادا كولو له كورونو څخه د بهر راوتلو اعلان كړې۔ مونږ سره په د??سې صورتحال كښې د زياتو ستونزو رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ ده ووئيل جاپان دې د مقبوضه جموں و کشمیر تش ل??سې مسلمانان د هندي زور او زياتي څخه بچ كولو او د منطقې امن او استحكام له خپل كردار ترسره كړي۔ د جاپان خارجه وزير ووئيل په ټول صورتحال زمونږ نظر دے او جاپان د بش??ي حقونو په خي??ل ساتلو او د قانون په سرلوړۍ باور لري