اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حكومت لس لكه غريب خلقو لپاره راشن سكيم پېل كوي او دې لپاره به په سپېځلي ډول كارډونه و??شل?? شي٬ هغو ټولو معذورو كسا??و ته به كارډونه ورك??لې شي كوم چې نادرا سره رجسټرډ دي٬ د وزيراعظم په هدايت به معذور كسانو لپاره په دوه فيصده كوټه په سختې سره عمل ك??لې شي٬ معذوره كسا??و ته د نوي پاكستان په هاؤسنګ سكيم كښې دوه فيصده كوټه ورك??لې شي۔ د كفايت شعار پروګرام له مخې به 70 لكه غريب مېرم??و ته وظيفې ورك??لې شي او د ضرورت له مخې به د دې شمېره زيات??لې شي٬ يتيمانو لپاره نوې پاليسې تيار??لې شي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې د كال 20-2019 بجټ خو كفايت شعار بجټ دے۔ د سختو مالي حالاتو له امله يو شمېر ادارو په خپله خوښه خپل بجټ كم كړے او زياتو وزارت??نو خو د اضافي بجټ غوښتنه هم نه ده كړې۔ په داسې حالاتو كښې د سماجي تحفظ بجټ يو په دوه كول د وزيراعظم يو بل مهم قدم دے۔ دا د فلاحي رياست په پلو يو مهم قدم ګڼلې شي۔ د وزيراعظم مرستيالې په دې موقع په احساس پروګرام هم خبرې وكړې۔ هغې ووئيل چې د 500 نه زيات د كفالت مركزونه جوړ??لې شي چرته به چې ټ??لې اسانيې موجود وي۔ 30 لكه كورنيو ته به علاج لپاره انصاف كارډونه ورك??لې شي۔ هغې ووئيل چې غريبانو لپاره د احساس كور كار پېل شوے۔