اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) دسائنس او ټېكنالوجۍ وفافي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي نه خو د ګوند دننه كوم اختلاف ش??ه او نه حكومت چرته روان دې۔ زمونږ د ټولو خبره يوه ده او هغه دا ده چې پاكستان كښې د جمهوري نظام كاميابۍ له د عمران خان كاميابي ضروري ده۔ د اتوار په ورځ ??پل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل لږ پام دې وكړې شي چې مونږ سره يو ځائې آزادي ترلاسه كوؤنكي هېوادونه كوم ځائې ته رسېدلې دي۔ په دې موده كښې مونږ نه ضائع څه شول ??و په لاس مو څه راغلل۔ ده ووئيل سول ??دارې تباه دي۔ د كومې هم ادارې جا?? چې واخستې شي نو معلومه به شي چې د مېرټ اصولو ته پام نه دې شوې او اقربا پرورۍ او سفارش څخه كار اخستې شوې دې۔ ده ووئيل په يو يا دوه كاله كښې په دې ادارو كښې د ښه والي هېڅ امكان نشته۔ ده ووئيل وزیراعظم ته رېزه رېزه نظام په لاس راغلې او هغه ددې نظام د اودرو??و هڅه كوي