اسلام آباد 16مئی (اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري وئېلي دي پخوا د هېواد مالياتي نظم او د معيشت س??ه داسې سلوك ??وے كوم چې څوك د دښمن سره كوي٬ وزيراعظم عمران خان د وګړو په ژوند كښې بدلون راوستل غ??اړ??٬په نړيواله توګه د پاكستان په ضد يو ماحول جوړ شوې٬دښمن پاكستان قوي ليدل نه غ??اړ??۔ده د زيارت په ورځ د سناتور طلحه محمود فاؤنډېشن د اړخه د مېډيا كارمندانو لپا??ه د روژې مناسبت س??ه د راشن وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ده ووئيل طلحه محمود عمر له د خېر په كار كښې برخه اخلي٬شته مند خو ډېر دي خو څوك چې زړه او سخاوت لري هغوي دا كار كولې شي۔د سخاوت لرل هم د لوے څښتن لويې نعمت دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د كراچۍ نه تر خېبر ډېر خلك شته څوك چې د خېرښېګړې سوچ لري۔ ده ووئېل پاكستان په اسلامي هېوادونو كښې د ښېګړې او حيراتي كارونو په لړ كښې د ټولو نه وړاندې روان دے۔ده باور وركړو چې د مېډيا كارمندانو مسائل او ستاسو غږ به متعلقه ځايې ته رسوو۔وزيراعظم او كابينه دا احساس لري چې د مېډيا په مالكانو كوم كټ لګولې شوې د هغې ټول زور په مېډيا وركرز راغلې۔ده ووئيل د حكومت ښه اقداما?? اوس داسې ښكاري لكه د تريخ ګوټ خو د دې به ډېرې ښې نتيجې رامخې ته شي