اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)خارجه دفتر په نړيوال بانك زور راوړې چې نړيوال بانك دې د پاكستان او هند ترمينځه د اوبو شخړې ختمولو له د ثالثي عدالت په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬د هند د اړخه د سنده طاس لوظ نامې خلاف ورزي د افسوس وړ ده٬آسيه بي بي آزاده وګړ?? ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړي او د دې لعنت ختمولو له به خپل كر??ار روان ساتو۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د پاكستان اوبو مخ نيوي په اړه د هند دړكو په حقله په نړيوال بانك زور راوړې چې هغه د هند دړكو نه وروستو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوبو شخړو هواري لپاره د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د ثالثۍ عدالت جوړ كړي۔وياند ووئيل د هند وروستو كېدو باوجود پاكستان د لوظنامې د تسلسل ملاتړ كړې۔د هند د اوبو وسائلو او شپنګ وزير تېره ورځ وئېلي وو چې هند د سندھ طاس لوظ نامې له مخې د پاكستان د برخې اوبه اېسارولې شي۔هغه وئېلي وو چې نوې ډېلۍ د لوظ نامې پابند نه دے او د اوبو رخ پنجاب٬هريانه او راج??ته??ن پلو بوتللو له منصوبه لري۔وياند ووئيل دواړو هېوادونو د سندھ طاس په لوظ نامه اتفاق كړې خو هند د كشن ګنګا او ريتلے هائيډرو پاور پروژې رغونې د لوظ نامې خلاف ورزي كړې۔د ا??غا?? مفاهمتي عمل په اړه وياند ووئيل پاكستان د ا??غا?? اولس او حكومت په مشرتابه كښې د پرامن خبرو اترو او د ا??غا?? شخړی سياسي حل مرستياله دے۔ ده ووئېل روانه مياشت كر??زستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم غونډې په موقع د پاك هند خارجه وزيرانو ترمينځه د ملاقات په اړه وياند ووئيل غېر رسمي هينډ شيك ممكن كېدې شي خو د باضابطه ملاقات كوم شيډول نشته۔وياند تصديق كولو سره ووئېل آسيه بي بي آزاده وګړ?? ده او په خپله خوښه د هېواد نه بهر تللې ده