ملتان 19 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي كه قيادت ايمانداره او مخلص وي نو چا تهد لاس نيولو حاجت نه پېښېږي٬ زمونږ د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي ٬ كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمخت?? كړې وې۔ خارجه وزير دا خبرې د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي ملتان دورې په مهال كړې ۔ د بريفنګ په مهال شاہ محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل د شمېر بېوروکرېسي د كرپشن له امله زياتې مسئلې رامخې ته دي او كه داسې نه وې نو مونږ به زيات پرمخت?? كړې وې ٬ زه دې ادارې ته په راتللو ډېر خوشحاله يم چې دومره معياري تعليم او ?? انفراسټركچر منصوبې د خپلې مرستې د لارې ئې پېل كړي دي ٬ ده ووئېل دلته په راتللو زه ډاډه شوې يم ٬ اوس هم زمونږ په هېواد كښې خدمت ٬ مينه او ??ذبه لرونكي خلق موجود دي څوك چې د حكومتي فنډز يا د اولس د ټېكس پېسو په ځائ پخپله په ذمه اوري او ??يماندارۍ د اعلٰې معيار كار كوي ٬ ده ووئېل كه دا جذبه هره سركاري اداره ولري ن?? زمونږ هېواد د كوم ځايه كوم ځائ ته رسېدلې شې۔ ده ووئيل د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجينئرنګ كاركردګي به د عمران خان او ??ولس مشر ډا??ټر عارف علوي په وراندې ږدم ٬ هڅه به كوم چې ھغوي ته بلنه وركړم او ??لته ئې راولم ٬ ده ووئېل زما خوا له زياتره ډونرز په ژړه راځي چې مونږ تعليم او ?? صحت فلاحي منصوبو لپاره په كروړونو روپۍ وركړې خو كار او نتيجې نه ښكاري۔ ده ووئيل دا اداره خلقو لپاره يو مثال دے ۔ ده د ادارې انتظاميې ته سپارښتنه وكړه جې د خپلې كاركردګۍ ٬ ترلاسه آسانيو او ?? معياري تعليم ماركيټنګ وكړي دغسې چې د ګرد هېواد زده كوٶنكي معياري تعليم او ډګرۍ ترلاسه كولو له دلته راشي۔ د دې نه وړاندې وائس چانسلر پروفېسر ډا??ټر اختر کالرو د ادارې په اړه بريفنګ وركړو