اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمرا?? خان وئېلي دي د اولسي خېرښېګړو لپاره داسې بلدياتي نظام راوستلې شي چې پكښې به بلدياتي نمائندګان خپلواكه او نيغ په نيغه اولس ته ځواب وركونكې وي٬د ګاز بلونو په ??ړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنو په ??ڼا كښې به د ذمه وارو په ??د كاروائي كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال په ??برو كښې كړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬سيد فخر امام٬ظهور حسېن قرېشي٬احمد حسېن ډاهر٬ملك محمد عامر ډوګر٬مخدوم زين حسېن قرېشي٬محمد ابراهيم خان٬ميا مح??د شفيق٬طاهر اقبال او اورنګزېب خان كهچي هم موجود وو۔د اسمبلۍ غړو د حكومت د روغتيا٬تعليم٬غربت خاتمې او كم آمدن كسانو لپاره د كورونو روغونې پروژو او بېلو نورو څانګو لپا??ه شوي اصلاحات وستائېل۔ده ووئيل كركيلې څانګه كښې ټيوب ويل لپاره د برېښنا بيعه كښې كمې٬د ټريكټر بيعه كښې د كمي ګامونو څخه د كروندګرو لپاره د ايكټر په ??ر پیداواري لګښت كښې 2500 نه تر 3 زره روپۍ كمې راغلې كوم څخه چې د كروندګرو ډاډګيرنه شوې۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل د اسمبلۍ غړي دې په ??پلو حلقو كښې د روغت??نو??و دورې وكړي دغسې چې د سركاري روغت??نو??و څخه د معالجې كوونكو ته معياري آسانۍ وركول باوري كړې شي۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې څانګه مستحكم كول د حكومت په ??رجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د كركيلې په څانګه كښې جدت او في ايكړ پیداوار زياتوالي لپاره د كاروند ګرو به هر ډول مرسته كولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم د انتظاميې په ??ړه د اولس د ګيلو څخه خبر كړو۔د ګاز او برېښنا په ??ړه د اولس ته په ??امخې ته شوو مسئلو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم ووئيل د ګاز بلونو په ??ړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنې روانې دي٬د پلټنو په ??ڼا كښې به د ذمه وارو په ??د كاروائي كولې شي۔وزيراعظم ټاكلې نمائندګانو ته هدايت وكړو چې د اولس مسئلې رامخې ته كولو او د دې حل په لړ كښې متحرك كردار ادا كړي