اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي) د بهرنيو چارو ??فا??ي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي افغان امن عمل يوه شريكه ذمه واري ده٬ په دې لړ كښې د منطقې ټولو هېوادونو سره روابطو ته وده وركول غواړو٬ افغانست??ن كښې امن او استحكام په اړه زمونږ او د روسيې سوچ يو بل ته نزدې دے٬ شريكې مرستې سره مخ په وړاندې د تللو پرېكړه شوې ۔ ??فا??ي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د روسيې افغانستان لپاره خاص خاص استازي سفير ضمير كابلوف سره د ملاقات نه هپس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل ضمير كابلوف سره په ملاقات كښې د افغان امن په اړه خبرې اترې ش??ې ٬ دوحه كښې د غونډې او د پاكست??ن سوچ نه هغه خبرې كړې شوې او د روسيې خارجه وزير زما تود هركلې كړې چې زه ئې مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې منطقه كښې چې څومره مهم هېوادونه دي ورسره روابطو ته وده وركړو ځكه چې افغان امن عمل يو مشتركه ذمه واري ده ۔ ده ووئيل افغانست??ن كښې د امن ګټه به ټولو لپاره يو ډول وي خو كه چرې حالات خراب شي نو زيان ئې هم ټولې منطقې ته رسي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??فا??ي وزير ووئيل زه په دې وېنا كولو خوشحالېږم چې زمونږ او د روسيې سوچ يو بل ته ډېر نزدے دے او مونږ شريكې مرستې سره د مخ په وړاندې تللو پرېكړه كړې ۔ ده ووئيل سناتور لنډسے ګراهم په دې وروستيو كښې زما په بلنه پاكستان ته راغلې او د پاكستان وزيراعظم عمران خ??ن سره ئې ګټوره غونډه شوې٬ په تللو كښې چې ھغه د كومو خيالاتو څرګندونه كړې ھغه د ټولو په وړاندې ده٬ ده ووئېل د دې نه علاوه پرون زما سناتور لنډسے ګراهم سره ټېلي فوني خبرې ش??ې ٬ مونږ د افغانستان پحقله په نوې صورتحال خبرې كړې ٬ مونږ هيله لرو چې په راتلوونكو څو ورځو كښې به لا ښه پېشرفت اوشي٬ ده ووئېل پاكستان هڅه كوي چې د منطقې ټولو هېوادونو او د هېواد معتبرې ادارې په يو پېج دي٬ زمونږ انټلېکچوئلز دې په اعتماد كښې واخستۍ شي