اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) سېنېټ كښې په اقتصادي اصلاحات پېكج “ضمني مالياتي” (دوېم بدلون) بل 2019 باندې بحث د جمعې په ورځ روان ٶ او د مخالفې ډلې ګوندون?? سره تعلق لرونكو غړو په دې بل تنقيد كول?? سره ووئيل پېكچ يوازې مراعات لرونكې طبقې لپاره دے او حكومتي غړو مراعاتي پېكج معاشي هلو ځلو او برآمداتو ك??ې اضافې لپاره مهم ګرځول?? سره وئيلي دې دې سره به د معاشي پ??مختګ رفتار ګړندې شي ۔ د سېنېټ غونډه كښې په بل بحث كښې برخه اخست?? سره سناتور ډاكټر سكندر مندھرو ووئيل كارپورېشنونو او لويو صنعتونو لپاره مراعات وركړې شوې چې سره به ??ه عام وګړي بوجه زيات شي٬ هڅه دې وكړۍ شي چې مراعات صنعتونو او اولس دواړو لپاره دې ٬ يو ډول وي٬ ضمني مالياتي بل څخه د بهترۍ اميد نشته۔ سناتور رضا رباني د ضمني مالیاتي بدلون بل مخالفت كول?? سره ووئيل د ھغه طبقو خوشحالولو هڅه روانه ده چا چې د واكمند ګوند په انتخابي كمپائن كښې خرڅونه كړي٬ طبقاتي بجټ دې چې ورسره به ??ويو كاروباري بزنس هاٶسز ته ګټه ورسي۔ سناتور مشتاق احمد ووئيل په اصلاحاتي پېكچ كښې د سود خاتمه پكار وه٬ اېن اېف سي اېوارډ د آئين تقاضا ده ۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل بجټ د آمدن او خرڅونو د اندازې دستاوېز دے۔ ده ووئيل زه ھغه دوېم وزير يم چا چې د پي ټي آئي په حكومت كښې په رضاكارانه توګه استعفیٰ وركړې۔ ده ووئيل د خزانې وزير ته داد وركوم چا چې د معيشت بېړۍ د چپه كېدو نه بچ كړه