اسلام آباد ۔ 4 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګ?? بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګڼدا پور پلاوي وئيلي دي د ګلګ?? بلتستان د اولس د 70 كالو محرومۍ به لرې كړې شي او دوي ته به هغه ټول حقونه وركړې شي د كومو په وركولو كښې چې تېر حكومتونه ناكامه پاتې شوي دي۔ ده دا خبره د مجلس وحدت ا??مس??مين پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د علامه راجه ناصر عباس په مشرۍ كښې ملا??ات وكړو۔ د ملا??ات په مهال خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې حكومت د ګلګ?? بلتستان په تعمير او پرمختګ كښې ژوره خوښي لري او په خاص توګه ګلګ?? بلتستان كښې د سېلګرۍ او معدنياتو په څانګه كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ ښكاره امكانات موجود دي۔ علامه راجه ناصر عباس ووئيل چې د ګلګ?? بلتستان اولس د آئيني حقونو وركولو او ددې منطقې په تعمير او پرمختګ كښې په خوښۍ لرلو د وفاقي وزير مننه كوي