اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي بايد وفا??ي محتسب د شكايات جمع كولو په حقله په اولس كښې شعور بېدارولو له اولسي كمپائن پېل كړي او په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې په درې مياشتني بنياد سېمينارونه وكړې شي۔ ده دا خبرې وفا??ي محتسب سيد طاهر شهباز سره د خبرو په مهال وكړې چا چې اولس مشر سره د شورو په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر د شكايات ازا??ې لپاره وفا??ي محتسب ته رجوع كولو لپاره په اولس كښې شعور بېدارولو له په ټول هېواد كښې د درې مياشتنې سېمينارونو كولو امر وكړو۔ دوي د وفاقي او صوبائي محتسب د شريكو سېمينارونو مشرۍ كولو سره هم اتفاق وكړو چې دغسې اولس د شكاياتو ازا??ې لپاره د دې دفترو د كردار نه لا خبر كړې شي۔ اولس مشر عارف علوي د وفا??ي محتسب لخوا د بېدارې كمپائن لپاره د پي ټي اے او پېمرا په اعتماد كښې په اخستو هم زور راوړو۔ اولس مشر سپارښتنه وكړه بايد اېس اېن جي پي اېل او د برېښنا كمپنې ﴿ډسكوز﴾ وفا??ي محتسب ته د رجوع كولو پېغامونه خپاره كړي۔ اولس مشر د وفا??ي محتسب لخوا خدماتو ته په رسنه كښې د اولس اسانيو لپاره د اېپلي كېشن ?? اجرا هم امر وكړو۔ د ملاقات په مهال وفا??ي محتسب طاهر شهباز اولس مشر د وفا??ي محتسب سېكرټرېټ كاركردګې نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل تراوسه 86 زره راغلې ګې??ې لرې كړې شوي چې پكښې په 92 فيصده عملدرآمد شوے۔ په دې شرح كښې د لا بهترې امكان دے۔ ده اولس مشر د سترې محكمې په هدايت د شوو بېلا بېلو خاص سټډيز په اړه هم خبر كړو۔ ده ووئيل وفا??ي محتسب د يونيسف په شركت د پاكستان په ټولو صوبو كښې په شپږو زندانونو كښې د اسانيو سروے كړې۔ اولس مشر د وفا??ي محتسب هڅې ستائيلو سره سپارښتنه وكړه بايد شتمند خلق د بنديوانو او په خاص توګه د كم عمره بنديوانو خېر ښېګړې په عمل كښې شريك كړې شي۔ وفا??ي محتسب ووئيل په لويه شمېره د التوا ښكار 20 وفاقي ادارو لپاره مربوط كمپلېنټ مېجنمنټ سسټم هم پېل كړې شوې۔ دې سره وفا??ي محتسب سېكرټرېټ ته د داسې ټولو ګېلو په خپل پورټل د منتقل كولو اجازه ترلاسه شوې كومې چې په 30 ورځو كښې دغې ادارو نه وي حل كړي۔ په سباؤن كښې به اولس ته فوري اسانيې وركولو لپاره په دې مربوط نظام كښې نورې ادارې هم شاملولې شي۔