اسلام آباد 10 د??مب?? (اے پی پی)وفاقي كابينې پريكړه ك??ې وفاقي كابينې هر درې مياشتې پس د وزارتونو د كاركردګۍ د جاج اخستلو پريكړه ك??ی ده۔ دا پريكړه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د وفاقي كابينې په خاص غونډه ك??ې وشوه۔د وزيراعظم دفتر څخه جاري بيان ترمخه د كابينې غونډه تر 9 ساع??و روانه وه چې پكښې د 26 وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شو٬د پاتې نورو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستلو لپاره به نېټھ بيا اعلانولې شي۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د نوي پاكستان بنياد اېښودلې شوې٬وزارتونه دې د 100 ورځو اهداف ترلاسه كولو لپاره لائحه داسې جوړه ك??ي چې ورسره اهدافو ته رسېدل باوري شي۔په غونډه ك??ې په هر وزارت كښې د خذماتو وركړې٬كفايت شعارۍ پالېسۍ خپلولو ترمخه د پورته ك??و ګامونو او د سباؤن په پروژو په خاص توګه د يو وزارت په كاركردګۍ كښې د لا ښه والي په راوستلو خبر?? اترې وشوې۔په غونډه ك??ې پريكړه وكړې شوه چې هر وزارت به به عملدرآمد لپاره د پنځو كلونو د خاص ستراتېژېكي پلان تيارولو هدف وركولې شي چې دغسې كاركردګي زيات نه زياته بهتره ك??ې شي۔په غونډه ك??ې دا ډول د جاج اخستنې غونډه هر درې مياشتې پس د كولو پريكړه هم وكړې شوه چې دغسې د وزارتونو د كاركردګۍ جاج واخستلې شي او دا خبره باوري كړې شي چې د حكومت مجموعي كاركردګي په سم پلو روانه وي۔د دې اقداماتو بنيادي مقصد د پاكستاني وګړو د ژوند معيار لوړول دي