اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) او??س مشر ممنون حسېن په ??وژه كښې د بركتي كېفيات څخه ګټه پورته كولو سره په ټولنه كښې د باور٬ روادارۍ او سپېځلي طرز عمل زياتولو په ??اجت زور راوړے دے ٬ د روژې مياشت د امن ٬ سلامتيا٬ مينې٬ ورورولۍ او د غمژنو ا??سا??انو ضرورتونه ترسره كولو ٬ په ټولنه كښې انصاف ته وده وركولو او اولس سره د يو ډول طرز عمل خپلولو تربيه د??۔ او??س مشر دا خبرې د روژې مباركي په پېل كښې د قام په نامه خپل پېغام كښې وكړې۔ او??س مشر د نېكو هيلو سره د روژې مياشت په ??اتللو د ګردې نړۍ مسلمانانو او په ??اص توګه پاكستاني اولس له د زړه د كومي مباركي وركولو سره ووئيل د اسلام هر عبادت د ا??سا?? د تربيې او تزكيې سوب جوړېږي كوم چې د نمائش نه غېر د ا??سا?? روحاني پاكوالې او د لوي څښتن د رضا او خوشحالۍ بهترينه ذريعه جوړېږي۔ ده ووئيل په ??ې مياشت كښې د لوګې تندې د لارې ا??سا?? چرته چې د بې وزله ٬ مسكينانو او يتمانو د مسائلو احساس لرل مقصود دي هلته يو مقصد دا هم دے چې په معاشي او غېر معاشي په هره كچه انصاف وكړې شي دغسې چې په ټولنه كښې توازن پېدا كولو سره د خرابۍ لاره ونيولې شي ځكه چې كه د انصاف په معاملو كښې كه د خوښې نا خوښې رويه وساتلې شي نو د دې په نتيجه كښې ټولنه انتشار (اړي ګړي) سره مخ كېږي۔ او??س مشر ووئيل د هېواد د ټولو نه لويه مسئله هم دا ده او دې لپاره ضروري ده چې د روژې په ??ې ورځو شپو كښې د بركتي كېفيات نه ګټه پورته كولو سره په ټولنه كښې د باور ٬ روادارۍ او سپېځلي طرز عمل ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل بايد معمولي خفګان او د ذاتي مفاد په ??اطر د خوږ هېواد او اسلامي نړۍ عظيم مقاصد په ??اٶ ونه لګولې شي او د روژې غوندې د عظيم روحاني عبادت په ??وب د پېدا شوي غوره كېفياتو اطلاق پخپل ذاتي ژوند د نافذولو سره په قامي ژوند هم دا لاګو كړې شي دغسې چې په ??وږ هېواد كښې امن او استحكام راتللو سره د پرمختګ لار ونيولې شي۔ ده ووئيل د روژې مياشت بدني عبادت سره سره د ايثار او قربانۍ مطالبه هم كوي او مسلمانان د لوي څښتن په ??ې خوښه د بې وسو او مظلومانو طبقاتو لپاره د مثالي ايثار څرګندونه كوي۔ او??س مشر ممون حسېن هيله څرګنده كړه چې اهل اسلام به د خپل زكوٰة خېرات او صدقاتو د وېش په وخت د خپلو مينه والو سره د نړۍ مظلومان هم ياد وساتي كوم چې د جنګونو او ابدامنۍ په ??وب يو شمېر پېچلو مسئلو سره مخ دي۔ ده دعا وكړه چې د روژې دا مياشت زمونږ په ??اتي ژوند كښې د ښه والي سره ګرده نړۍ او په ??اص توګه پاكستان كښې د امن٬ سلامتيا ٫ مېنې او روادارۍ د ودې سوب وګرځي