اسلام آباد 12 فروری (اے پي پي) د پاكستان او د سعودي د بحري ځواكونو ترمينځه د سعودي عرب پھ الجبيل بندرځاې كښې د نسيم البحر اليون په نوم ?? شريك مشق وړومبې پړاؤ پاې ته رسېدلې۔د مشقونو وړومبې پړاؤ د بحري آپرېشنز په بېلا بېلو اړخونو كښې همغږي پېدا كولو لپاره د هاربر په چارو شامل و۔په هاربر پړاؤ كښې د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمينځه د مشق په سي فيز كښې د كېدونكي شريك آپرېشنز منصوبه بندي وكړی شوه۔د ابتدائي پړاؤ په مهال د پاك بحريه او د سعودي بحريه جهازونو او په بندرځاې پھ بېلا بېلو تنصيبا??و ګڼ شمېر د تربيې چارې ترسره كړی شوې۔په دې پړاؤ كښې د دواړو هېوادونو بحري ځواكونو د ايمفيبيئس لينډنګ آپرېشنز٬ايسكورټنګ آپړېشنز٬اسنائپړ/د كيموفلاج تكنيك او د مائن ك??ؤن??ر د اقداماتو مشقونو د منصوبه بندۍ د ماډيولز ريهرسل وكړو۔د پاكستان د نيوي مشن كمانډر او د سعودي د بحريه لخوا د مشقونو ډائرېكټر د هاربر پړاؤ د ټولو چارو كره كتنه وكړه۔د دې څخه وړاندې ?? شريكو مشقونو د پرانستې بريفنګ هم وكړی شو چې پكښې د مشقونو د بېلا بېلو پړاونو په اړه تفصيلات وركړې شول۔په دې موقع د پاك بحريه مشن كمانډر او د سعودي د بحريه د مشقونو ډائرېكټر هم موجود وو۔د پاكستان او سعودي ?? شريكو بحري مشقونو نسيم البحر په مقاصدو كښې د دواړو بحري ځواكونو ترمينځه شريك آپرېشنز٬د دفاعي صلاحيتونو زياتول٬د سمندري غلا مخ نيوي٬اينټي ايئر اينډ سرفيس وارفيئر٬مائن ك??ؤن??ر اقدامات او د وار فيئر آپرېشنز مشق شامل دې۔د دې مشقونو په نتيجه كښې به د غېر روايتي٬فضائي٬سرفيس او د مائن وارفيئر خطرو په ضد ?? شريك صلاحيت ښه كولو موقع په لاس راشي۔د هاربر پړاؤ ترسره كېدو نه پس نسيم البحر مشقونه په سي فيز كښې داخل شوي۔دې مشق سره سره د پاك بحريه او سعودي عرب ميرينز هم په شريك مشق ديره الساحل كښې برخه اخلي۔اوسنې مشق د نسيم البحر مشقونو په لړ كښې 11م مشق دې كوم به چې د فرورۍ تر 17مه نېټه د سعودي عرب په اوبو كښې روان وي۔د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه شريك مشق د منطقې د اوسني سياسي او جغرافيائي صورتحال په تناظر كښې ډېر مهم دي او دا مشقونه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو په وده كښې مرسته كونكې ثابت شي۔د كال 1993نه روان دې مشق نن په لوړه كچه د بحري مشقونو شكل اختيار كړی چې پكښې د بحري مشق ټول اړخونه شامل وي۔د دواړو هېوادونو لخوا په دې م??ق كښې په لويه پیمانه ګډون كول د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور څرګندونه ده