کراچۍ 05 دسمبر (اے پي پي) م??ري ټائم سېکورټي اېجنسۍ لپاره د 600 ټنه ??وړ كړې مېرټي ټائم پېټرول وېسل لانچنګ دستوره د نهې په ورځ د كراچۍ په شپ يارډ كښې وشوه ۔ په دې موقع دستوره كښې نېول چيف اېډمرل ظفر مح??ود عباسي د مشر مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دا بېړۍ د پاكستان د تجارتي ٬ د بحري حدونو تحفظ ٬ لټون او د مرستې چارو ترسره كولو لپاره جوړه كړې شوې۔ په دې موقع دستورې ته خپله وېنا كښې نېول چيف اېډمرل ظفر مح??ود عباسي دا د كراچۍ شپ يارډ ٬ سي اېس ټي سي او د پي اېم اېس اے يو مهم سنګ ميل وګرځولو او مباركې ئې وركړه۔ ده وو??يل دا د پاكستان او چين د سدا بهار دوستۍ يوه بله تاريخي منصوبه ده۔ ده زياته كړې چې د سي پېك منصوبې پېل او په خاص توګه د اقتصادي زون پراختيا څخه د پاك بحريه او په خاص توګه د اېم اېس اے ذمه وارۍ څو چنده زياتې شوې دي۔ ظفر مح??ود عباسي د سي پېك په اهميت رڼا اچولو سره وو??يل دا به پاكستان منطقه كښې د تجارت مركز ??وړ كړي۔ نېول چيف وو??يل كه مونږ د چين د بهرني تجارتي حجم يوازې لس فيصده برخې څخه هم ګټه پورته كړو نو دا به زمونږ د بندر ځائې د لارې د تجارت د اوسني حجم نه نزدې پينځه چنده زيات وي۔ ده وو??يل يوازې م??ري ټائم سېكټر كښې دومره امكانات شته چې ورسره به زمونږ په مجموعي قامي پېداوار دوه درې چنده زيات شې۔ ظفر مح??ود عباسي د ټولنې په بېلا بېلو ډلو زور رواړو چې ھغوي په كورنۍ توګه د هېواد د شپ بلډنګ او د م??ري ټائم سېكټر په وده كښې خپل كردار ولوبوي۔ د دې نه وړاندې د شپ يارډ اېم ډي رېئر اېډمل سيد حسن ناصر شاه دستورې ته وېنا وكړه۔ په دې ستوره كښې اعلٰې حكومتي چارواكو٬ د پاك بحريې افسرانو او د چائنا شپ بلډنګ اېنډ ټرېډنګ كارپورېشن او د كراچۍ شپ يارډ چارواكو هم ګډون وكړو