اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د هندي قابض پوځ په چيري كوټ سېكټر كښې په ??ېل او سي د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ غندنه كولو سره د جمعې په ورځ د هند هائي كمشنر جي پي سنګه خارجه دفتر ته رابللې او و??ته په ناتارا ډزو كولو و??ته سخت احتجاج كړې دې ٬ تېره ورځ د چيري كوټ په چافر كلي كښې په ??نازه د ډزو په مهال ??وه كسان شهيدان او 4 ټپيان شوي دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې سوئيلي آسيا او سارك لپاره ډائرېكټر جنرل د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګه رابللو سره ھغه ته احتجاجي مراسله وركړه۔ د خارجه دفتر وېنا ده د ضبط او تحمل د غوښتنې باوجود د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ روانې دي۔ خارجه دفتر وئيلي دي هند سږ كال ??ر اوسه په كنټرول لائن او و??كنګ باٶنډري د 1300 نه زياته د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې چې په نتيجه كښې ئې 54 كسان شهيدان او 174 ژوبل شوي دي۔ د خارجه دفتر ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني وقار او د بشري حقونو لپاره د نړيوال قوانين په ??د اقدام دے۔ په هند زور رواړلې شوې چې ھغه د ډز بندۍ د لوظنامې پالنه وكړې او خپل ځواكونه د ډز بندۍ د لوظنامې پاللو پ??بند كړي۔