اسلام آباد ۔ 22 ??کت??بر (اے پی پی) د قامي تاريخ او ادبې ورثې ډوي??ن قامي كمېشن برائے وقار نسواں سره په ګډه په نېشنل كتابتون كښې د اولني نېشنل وېمن رېسورس س??ټر جوړولو منصوبه جوړه كړې۔ په دې لړ كښې د دواړو ادارو ترمينځھ لوظنامه شوې۔ قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي په دې اړه اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل دې رېسورس س??ټر سره به مېرمنو ته تر كتابونو ٬د مېرمنو په اړه تحقيقي مواد ٬ مقالو ٬ مضمونونو او جريدو رسنه ترلاسه شي۔ ده ووئيل د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن عملې ته هدايت شوے چې ريسورس س??ټر ته راتلونكو مېرمنو ته هر مم??نه اسانۍ وركړي دغسې چې هغوي ددې سنټر څخه د لوستې په وخت استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل د مېرمنو احترام او خيال ساتل زمونږ بنيادي ذمه واري ده۔ دغسې مېرمنې د دوئي د حقونو او سماجي مسئلو په اړه خبرول د وخت غوښتنه ده دغسې چې هېواد كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔