اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د پاکستان او روسيې ترمېنځه په بېلا بېلو څا??ګو كښې مرس??ه په دوه اړخيزه اړيكو كښې است??كا?? پلو ګامونه دي ٬ حکومت د توان بېلو ذريعو پلو پام ګرځول او د هېواد د توان حاجتونه ترسره كولو عزم لري ۔وزيراعظم دا خبره د روسيې د فېډرېشن د توان نائب وزير يوري پي سنټيورن سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې خپل پلاوي سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وليدل۔ وزیراعظم د توان وزارت سره د روسيې د پلاوې ستائنه كولو سره هيله څړګنده كړه چې د انفراسټركچر وده٬ د توان او مواصلات په څا??ګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه امكاناتو په اړه د بېلا بېلو وزارتونو لخوا د بريفنګ په تناظر كښې به د پلاوي دوره ډېره ګټوره ثابت شي ۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان اقتصادي منظر نامه د تېرو څلورو كالو په مهال ??يخ?? بدله شوې او په نړيواله كچه ئې اعتراف كېږي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل نېغه په نېغه خارجي سرمايه كار را??ب كولو لپاره سازګار كاروباري ماحول جوړولو لپاره جامع ډهانچه وركولو لپاره د سرمايه كارۍ پاليسي وضع كړې شوې ده ۔ د برېښنا انچارج وزير اوېس لغاري، د پټروليم دوهم وزير جام كمال خان او پاكستان كښې د روسيې سفير الېکسي وائے دیدوف هم د ملاقات په مهال موجود وو۔ دې څخه وروستو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان او روسيې ترمېنځه د ګاز لوظنامې لاسليك كولو په دستوره كښې هم ګډون وكړو۔